Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2023

د متقي په مشرۍ دوحې ته سفر؛ د طالبانو پلاوی امریکایي استازو سره ویني

0
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ نن دوحې ته ولاړ. 


ښاغلي متقي د کابل په هوایي ډګر کې وویل، چې له امریکایي لورې سره به د دوی پر حکومت د بندیزونو د لرې کیدو او پر یوشمیر نورو مسایلو په تړاو وغږیږي. 


تمه ده، چې د امریکا د متحد ایالتونو او د طالبانو د حکومت پلاوي به سبا د قطر په پلازمینه دوحه کې سره وګوري. 


د امریکایي پلاوي مشري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ او د بشري حقونو او افغان ښځو او نجونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري کوي. 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ ویلي وو، چې د بحث په اصلي موضوعاتو کې د افغانانو لپاره بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او د نشه یي موادو له تولید او قاچاق سره د مبارزې هڅې شاملې دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса