Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

د سلواکیا ولسمشرې خپلو ۹ هېوادوالو ته د اوکراین پوځ کې د شاملیدو اجازه ورکړه

0
د سلواکیا ولسمشرې زوزانا چاپوتووا د خپل هېواد نهو وګړو ته اجازه ورکړه، چې اوکراین په وسلوالو ځواکونو کې خدمت وکړي.


اوکراین د ۲۰۲۲م کال له فبروري میاشتې راهیسې د روسیې د یرغل په وړاندې مقابله کوي.


د سلواکیا رسنیو پرون شنبه راپور ورکړی، چې ولسمشرې چاپوتووا پر ۳۵ درخواستونو غور وکړ او له ډلې یې ۹ درخواستونه تصویب کړل.


دا چې پاتې غوښتنلیکونه ولې رد او ۹ یې تصویب شوي، وضاحت نه دی ورکړل شوی.


د روانې میاشتې په لومړیو کې چک جمهوریت هم راپور ورکړ، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله یې د خپل هېواد ۱۴۶ وګړو ته اجازه ورکړې چې د اوکراین په وسلوالو ځواکونو کې خدمت وکړي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса