Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

جاپان : د نړۍ مشران دې د اټومي جګړې د خطر کمولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي

0
په جاپان کې چارواکو د نړۍ له رهبرانو وغوښتل چې د اټومي جګړې د خطر کمولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.


دا په داسې حال کې ده، چې نن یکشنبه د جاپان پر هیروشیما د اټومي بم د کارونې ۷۸یم کال پوره شوه.


د ۱۹۴۵م کال د اګست میاشتې پر شپږمه شا و خوا یولک او ۴۰زره کسان په هیروشیما او تر هغه درې ورځې وروسته په ناګاساکي کې څلوراویا زره کسان هغه وخت ووژل شول، چې د امریکا متحدو ایالتونو، د دویمې نړیوالې جګړې تر ختمېدو څو ورځې مخکې د جاپان پر دغو دوو ښارونو اټومي بمونه کارول.


د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا په هیروشیما کې نن جوړو شویو مراسمو ته وویل: "جاپان یوازنی هېواد دی، چې د جګړې پر مهال یې له اټومي بمونو کړاو ګاللی، خو له اټومي وسلو د نړۍ د پاکېدو د هدف پر لوري به خپلو هڅو ته دوام ورکوي." 


کیشیدا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش له څرګندونو سره خپل غږ ملګری کړ، چې پر هیروشیما د اټومي بم د حملې د کلیزې په مناسبت یې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، ځینې هېوادونه یو وار بیا په بېباکانه ډول اټومي تورې شرنګوي او د بربادۍ د ابزارو د کارولو ګوتڅنډنه کوي.


د هیروشیما مراسمو ته د تېر کال په څېر سږکال هم د اوکراین د بحران له کبله روسیه او بېلاروس نه دي وربلل شوي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса