Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

پر هیروشیما د اټوم کارولو ۷۸یمه کلیزه؛ جاپان له اټومي وسلو د پاکې نړۍ غوښتنه وکړه

0
د ۱۹۴۵م کال د اګسټ میاشتې پر شپږمه شا و خوا یولک او ۴۰زره کسان په هیروشیما او تر هغه درې ورځې وروسته په ناګاساکي کې څلوراویا زره کسان هغه وخت ووژل شول، چې د امریکا متحدو ایالتونو، د دویمې نړیوالې جګړې تر ختمېدو څو ورځې مخکې د جاپان پر دغو دوو ښارونو اټومي بمونه وکارول.    


 د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا په لوېدیځ ښار هیروشیما کې نن جوړو شویو مراسمو ته وویل:  "جاپان یوازېنی هېواد دی، چې د جګړې پر مهال یې له اټومي بمونو کړاو ګاللی، خو له اټومي وسلو د نړۍ د پاکېدو د هدف پر لوري به خپلو هڅو ته دوام ورکوي."    


 په دغو مراسمو کې په زرګونو کسانو ګډون کړی و، چې په هغوی کې د نړۍ د ۱۱۱ هېوادونو رهبران، په دې پېښه کې ژوندي پاتې شوي کسان، د وژل شویو کسانو خپلوان او نور خلک شامل وو.    


دوی په ګډه د وژل شویو او ټپیانو لپاره دعا وکړه او په نړۍ کې یې د سولې د ټینګښت غوښتنه مطرح کړه.    


 د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا د وینا پر مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش له څرګندونو سره خپل غږ ملګری کړ، چې پر هیروشیما د اټومي بم د حملې د کلیزې په مناسبت یې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، ځینې هېوادونه یو وار بیا په بېباکانه ډول اټومي تورې شرنګوي او د بربادۍ د ابزارو د کارولو ګوتڅنډنه کوي.    




 


د هیروشیما مراسمو ته د تېر کال په څېر سږکال هم د اوکراین د بحران له کبله روسیه او بېلاروس نه دي وربلل شوي.    


 د هیروشیما ښاروال کازومي ماتڅو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل،  په ټوله نړۍ کې باید رهبران دا واقعیت درک کړي، چې ځینې سیاستوال اټومي ګواښونه کوي.    


 د دې میاشتې په لومړیو کې د نړۍ تر سلو زیاتو طبي ژورنالونو په یوه کمساري اقدام کې په ګډه د اټومي وسلو له منځه وړلو لپاره د ګډ او چټک عمل غوښتنه وکړه.    


  دوی خبرداری ورکړی و، چې د اټومي فاجعې خطر لوی او د پراخېدو په حال کې دی.    


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса