Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

د اوکراین لویه څارنوالي: فبرورۍ کې د روسیې بریدونو ۵۰۰ ماشومان وژلي او تر زرو زیات ټپیان کړي

0
د اوکراین لویې څارنوالۍ نن وویل، چې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل له پیله لږ تر لږه ۵۰۰ ماشومان وژل شوي او تر زرو زیات نور ټپیان شوي دي.


چارواکي وايي دا بشپړې شمېرې نه دي ځکه د روسي ځواکونو له خوا په اشغال شویو سیمو کې د اطلاعاتو راټولول سخت کار دی.


د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ تېره میاشت په یوه راپور کې وویل چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په بهیر کې تر ۹۳۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي او تر ۱۶۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.


روسیې د اوکراین پر ښارونو خپلو هوايي حملو ته دوام ورکړی دی.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса