Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

سوریه: د ایران پلوه ملېشو د وسلو په یوه ډیپو کې چاودنه شوې

0
 


نن سهار وختي د سوریې له پلازمېنې دمشق دباندې د وسلو د زېرمې په یوه ډیپو کې چې د ایران پلوه ملېشه وو په کنټرول کې ده، چاونه شوې ده.


د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په لندن کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي د چاودنې علت معلوم نه دی، خو د سوریې په لس کلنه کورنۍ جګړه کې اسرائیل په سوریه کې دننه په سلګونو هوايي حملې کړې دي.


دېته ورته وروستۍ پېښه تېره دوشنبه شوې وه، چې د سوریې دولتي رسنۍ وویل د اسرائیل په هوايي حملو کې د دمشق په شا و خوا کې سیمې ویشتل شوي او د سوریې د پوځ څلور سرتېري دغه راز دوه افراطي وسلوال یې وژلي دي.


د سوریې په کورنۍ جګړه کې تر پنځه سوه زرو ډېر کسان وژل شوي او  ملیونونه کسان بېځایه شوي دي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса