Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

د امریکا په یوه ځنګل کې د اورلګیدو تلفات ۸۹ تنو ته لوړ شوي

0
د امریکا د متحدو ایالتونو د هاوايي ایالت په تاریخي ښارګوټي ماوي کې د ځنګله د اورلګېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۸۹ ته زیات شوی دی.


چارواکو پرون شنبه وویل چې لا هم په نورو کسانو پسې د پلټنې عملیات روان دي.


دا په یوه پېړۍ کې د امریکا په ځنګلونو کې د اورلګېدنې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.


د هاوايي والي جاش ګرین (Josh Green) نن ویلي په ویست ماوي کې د دې اورلګېدنې له کبله چې تېره جمعه پیل شوې، لږ تر لږه ۲۲۰۰ بلډنګونه یا زیانمن شوي یا هم نړېدلي، چې ۸۶ فیصده یې د استوګنې ودانۍ وې.


ویل شوي دغه اور د ۶ ملیارد ډالرو په ارزښت زیانونه اړولي دي. د ماوي جزیرې په دوو برخو کې لا هم اورونه بل دي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса