د هاوایي په ځنګل کې د اور پراختیا؛ د تلفاتو شمېر ۹۶ تنو ته لوړ شوی
په همدې حال کې د تري تم شویو کسانو خپلوان لا هم په خپلو عزیزانو پسې د پلټنې هڅه کوي.
وروسته له هغې چې چټک خپرېدونکی اور د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ماوي سیمې لوېدیځ ساحل کې هم خپور شو، د هاوايي والي جاش ګرین پرون یکشنبه په اور سوځېدلی ښار لاهیانا د جګړې له ساحې سره تشېبه کړ.
چارواکي وايي په ماوي کې تر ۲۲۰۰ ډېرې ودانۍ یا زیانمنې شوي، یا هم ویجاړې شوي دي.
دا په سلو کلونو کې په دې سیمه کې بې ساری ځنګلي اور بلل شوی، چې لمبې یې لا پسې پراخیږي.
