Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

رسنیز بنسټونه: طالبان دې د رسنیو پر وړاندې له تبعیض او محدودیتونو لاس واخلي

0
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو په هلمند کې د ښځو د غږونو په خپرولو بندیز لګولی. 


دغه مرکز په یوه راپور کې په دې اړه اندېښنه ښوولې او د هلمند په محلي رسنیو کې د ښځو په غږونو بندیز یې له تبعیض ډک کار بللی. 


د راپورونو په اساس د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست د زمري له لومړۍ رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د ښځو په غږ د هر راز پروګرامونو له خپرولو ډډه وکړي. 


اخوا د خبریالانو د خونديتوب کمېټې سي پي جې له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو په وړاندې محدوونکي اقدامات پای ته ورسوي. 


د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ شبکه نی وایي چې دمګړۍ لس خبریالان د طالبانو په قید کې دي. 


په تر ټولو وروستي اقدام کې د راپورونو له مخې پرون د طالبانو استخباراتو د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر او د اطلاعات روز خبریال وحیدالرحمن افغانمل نیولي دي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса