Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

خوست کې چاودنه؛ ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

0
 


په خوست ښار کې یوې چاودنې درې کسان وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي دي.


د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې وویل، چې دا چاودنه سپین جومات ته نژدې په یوه هوټل کې شوې او مړه او ټپیان یې په دې ښار کې دېره وزیرستاني کډوال دي.


بیان زیاتوي چې ټپیان د پېښې له ځایه روغتون ته انتقال شوي دي.


په بیان کې دا یادونه هم شوې چې د پېښې د څرنګوالي په اړه د سیمه ایزو چارواکو پلټنې روانې دي.


د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې.


د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا حمله د بې پیلوټه الوتکې په وسیله شوې او د پاکستاني طالبانو یو مشر حافظ ګل بهادر پکې په نښه شوی دی.


دا راپور د خپلواکو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса