Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

د بهایي مذهبو د ځپلو دوام؛ ایران یې ۹ تنه نیولي او شتمنۍیې ظبط کړي

0
د ایران امنیتي ځواکونو د بهايي مذهب ۹ پیروان نیولي او د هغوی څلوېښت درملتونونه او ګدامونه یې ضبط کړي. 


بهايي فعالانو د ازادې اروپا فردا راډیو ته ویلي، چې په تازه نیول شویو بهايي اتباعو کې اشکان، افشین، اردلان تبیانیان او د دوی یوه خور او زوم شامل دي. 


دا په ایران کې د بهایانو پر ضد د رژیم د ځپونکو اقداماتو تر ټولو وروستی مورد دی. 


د راپورونو له مخې، حکومتي ځواکونو همداراز په تهران کې د دې نهو کسانو شاوخوا څلوېښت درملتونونه او ګدامونه هم ضبط کړي دي.  


د ایران د اطلاعاتو وزارت د یکشنبې په ورځ «اګست ۱۳» په یوه بیان کې اعلان وکړ دا بهايي کورنۍ او د هغوی ملګري یې چې د «درملو او سینګار توکو» په برخه کې کار کاوه، نیولي دي. 


حکومتي چارواکو په دغو کسانو د درملو د قاچاق او احتکار او تر څنګ یې د پیسو وینځلو او له مالیو د تېښتې تورونه لګولي. 




د راپورونو له مخې، ایراني ځواکونو همدارنګه د یکشنبې په ورځ په ایران کې د بهایانو د ټولنې پخوانی مشر ۹۰ کلن جمال الدین خانجاني او د هغه لور ماریا خانجاني نیولي.  


خانجاني یو وار له ۱۳۸۷ تر ۱۳۹۶ پورې شاوخوا لس کاله بند هم تېر کړی دی.  


پر خانجاني پخوا د نظام پر ضد د جاسوسۍ او د ملي امنیت پر ضد د تبلیغ تورونه لګېدلي وو.  


د ایران د بهایانو د ټولنې اکثر مسوولین بندیان دي.


له هغې ډلې فریبا کمال آبادي،مهوش ثابت او عفیف نعیمي هره یوه تر لسو کلونو په بند محکومه ده.  


د ایران امنیتي ادارو په مختلفو پلمو او امنیتی دلایلو سره د بهایي عقیدې په هغو اتباعو چې ښې دندې یا پيسې لري فشارونه راوړي او د هغوی د شتمنیو د ضبط تر څنګ یې په خپله بندیان کړي. 




حکومت همداراز په تېره یوه لسیزه کې د اسعارو د بیو ښکته پورته والی د بهایانو په فعالیت تړلی بللی او په دې برخه کې يې هم لسګونه بهایان بندیان کړي. 


په ایران کې له تېر سپټمبر راهیسې د مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته، د پراخو مظاهرو په پيل سره د ګڼو نورو سیاسي او ټولنیزو فعالانو د بندیانولو تر څنګ حکومت پر بهایانو هم ورځ تر بلې فشارونه زیات کړي او هر یو نیم وخت دوی ور احضاروي او بندیانوي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса