Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

د جرمني مالیې وزیر اوکرایني چارواکو ته؛ اوږه په اوږه درسره ولاړ یوو

0
 


د جرمني د مالیې وزیر وايي، هېواد به یې له اوکراین سره اوږه په اوږه ولاړ وي.


کریستیان لیندر نن په ناڅاپي سفر کییف ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وویل، دی به له اوکرایني چارواکو سره په دې اړه مشخصې خبرې وکړې چې جرمني له اوکراین سره اوس مهال او په راتلونکي کې څه ډول مرسته کولای شي.


د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته جرمني له اوکراین سره په بشري، مالي او پوځي برخو کې شاوخوا ۲۴ میلیارد ډالره مرسته کړې.


په عین حال کې متحدوایالتونو نن له اوکراین سره په امنیتي برخه کې د ۲۰۰ میلیون ډالرو نوې بسته اعلان کړه.


په دې مرسته کې د هوايي مدافعې د پاتریوت ډوله توغندیو مهمات او نور پوځي تجهیزات شامل دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса