Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

طالبان: ځینې سازمانونه د داعش تر چتر لاندې بم چاودنو او شخړو کې لاس لري

0
د طالبانو د حکومت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح الدین فطرت بهرني استخباراتي سازمانونه تورن کړل چې د ده په وینا د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر چتر لاندې بم چاودنو او شخړو کې لاس لري.


هغه پرون یکشنبې ملت ته د حساب ورکولو د بهیر په مهال دغه تور پورې کړ، خو په مشخص ډول یې د کوم سازمان نوم یاد نه کړ.


نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت اخیستی چې د بشپړ امنیت د ټینګښت په برخه کې یې طالبان له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.


خو د طالبانو لوی درستیز پرون په خپلو څرګندونو کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې حکومت یې په ټول افغانستان کې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه څرګنده تګلاره مخ ته کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса