Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو

0
په افغانستان کې د یونېسف یو مسوول وایي چې په ۲۸ ولایتونو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو.


د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د ارتباطاتو مسوول کمال شا سید ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې د کمپاین په ترڅ کې تر پنځو کلونو ښکته ۱۱ میلیونه ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي.


هغه وایي، په پاتې پنځو ولایتونو کې یوه اوونۍ وروسته دا واکسین تطبیقېږي.


نوموړي زیاته کړه: "د شمالي حوزې په پنځو ولایتونو او ارزګان کې یوه اوونۍ وروسته کمپاین پلی کېږي."


افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازېني دوه هېوادونه دي چې تراوسه په کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس ریښې نه دي وچې شوي.


د روان ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې تراوسه د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د پولیو ۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса