Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

عبدالاحمد خاکسار ومړ؛ یو شمېر فرهنګیان: نه تکراریدونکی ممثل و

0
افغان ممثل عبدالاحمد خاکسار، چې د افغانستان د تیاتر او سینما یوه مشهوره او پېژندل شوی څېره وه، تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې ومړ.


نوموړي په سلګونو تمثیلي پارچو، دغه شان په لسګونو تیاترونو او تلویزیوني او سینمايي فلمونو کې رول لوبولی دی.


د عبدالاحمد خاکسار زوی عبدالاحد خاکسار، په داسې حال کې چې د پلار جسد يې د کابل له يوه ځايي روغتون څخه په امبولانس کې کور ته لېږداوه، ازادي راډيو ته په ژړغوني غږ وويل:


"استاد دې الله ج وبښي، تقريباً يوه اوونۍ کېده چې پښو يې درد کاوه، نور جوړ و، ګرځېده، کېناستو"


هغه وويل، پلار يې تېره شپه د کابل په يوه ځايي روغتون کې ساه ورکړه.


په خپله عبدالحمد خاکسار مخکې له یوې کورنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، چې د ملا ډیسک لري، پښې یې درد کوي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.


د ارواښاد عبدالاحمد خاکسار هم غاړي لوبغاړي د نوموړي مړینه د افغانستان تیاتر او سېنما ته لويه ضايعه بولي.


افغان ممثل ممنون مقصودي وايي، عبدالاحمد خاکسار له نيمې پېړۍ ډېر عمر په راډيو، ټلوېزيون، سېنما او تياتر کې کار وکړ او د افغاني ټولنې واقعي انځور يې نړۍ ته وړاندې کړ.




ښاغلي مقصودي ازادي راډیو ته وویل:


"زه د هغه په مړينه واقعا ودردېدم، ما خوشبختانه د جناب خاکسار صيب سره په راډيو کې او د کونډې زوی په سريال کې يو ځای کار کړی، کوم شخصيت او کوم نرم خوی چې ده درلود او کومه کارکردګي چې ده د تمرينونو او ريکارډېنګ په جريان کې کاوه، واقعاً د ټولو لپاره يوه الګو وه. دی ډېر خوار انسان و، دی ډېر بې‌چاره انسان و، په ژوند کې ده ډېر لږ د خوشبختۍ احساس کړی."


په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزيون مرستيال عبدالغني مدقق وايي، ښاغلي خاکسار له تمثيل سره بې‌کچې مينه درلوده او هر وخت به يې دوی ته خپله دا مينه څرګندوله.




ښاغلي مدقق د هغو فلمونو په اړه چې ارواښاد خاکسار په‌کې رول لوبولی دی، ازادي راډيو ته وويل:


" ډېر مشهوره سريال يې د ميرک په نوم و، په نورو فلمونو کې ترديد، ګل بابونه، پول، کبوتر زخمي، بهار اميد، سايه او نورو لویو او وړو فلمونو کې يې کار کړی دی."


عبدالاحمد خاکسار د ميرک په نوم سيريال کې يې ډېر بریالی ولوبید او د همدې سریال له لارې دطر مشهور هم شو.


له افغان خبريالانو د ملاتړ ادارې (نی) په ګډون په ټولنيزو رسنيو کې ليکوالو، فرهنګيانو، ځوانانو او د ارواښاد عبدالاحمد خاکسار مينه‌والو د نوموړي پر مړينه خواشيني ښودلې او نوموړې يې د تمثيل په ډګر کې نه تکرارېدونکې څېره بللې.


عبدالاحمد خاکسار، په ۱۳۳۴ هـ ش د کابل په شاه شهید کې نړۍ ته سترګې وغړولې، خپلې لومړنۍ زده‌کړې یې د کابل په استاد بېتاب ښوونځي کې وکړې او منځنۍ یا د لیسې دوره يې د کندز ولایت په شېرخان لېسه کې تېره کړه.


نوموړی، چې ښوونکی هم و، تېره شپه یې د ۶۸ کلونو په عمر د ژوند پور پرې کړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса