Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

بخښنې نړیوال سازمان: ایران دې د وژل شویو ازادي غوښتونکو ښځو د کلیزې نمانځلو اجازه ورکړي

0
د بخښنې نړیوال سازمان، امنیستي انترنشنل له ایراني چارواکو غوښتي چې د هغو کسانو د یاد د لومړنۍ کلیزې لمانځلو ته دې اجازه ورکړي،چې په دې هیواد د ښځې ژوند اوازادۍ لپاره اعتراضونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.


دغه غوښتنه داسې مهال کیږي، چې د ایران امنیتي ځواکونو هڅې کړي چې د ځورونې او ډار له لارې د قربانیانو کورنۍ غلې او له مجازاتو ځان خوندي کړي.


د بشري حقونو دغې ډلې نن په یوه بیان کې وویل، چې د یوه نوي څیړنیز راپور موندنې ښیي چې ایراني چارواکو د قربانیانو د کورنۍ غړي په خپل سرنیولي او توقیف کړي او پرسوله ییزو لاریونونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي او هم یې په هغو هدیرو کې چې د قربانیانو مړي ښخ شوي، شناختې یې نړولې دي.


امنیستي انترنشنل د ایران په لسو ولایتونو کې د ۳۶ هغو کورنیو وضعیت څیړلی، چې په وروستیو میاشتو کې یې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا بشري حقونه نقض شوي دي.


په هغو اعتراضونو کې چې د تیرکال په سپټمبرکې د ایران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې پیل شوي، په لسګونو کسان وژل شوي او زرګونه نور نیول شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса