Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

زیلنسکي د سربیا له ولسمشر سره خپله لیدنه ګټوره وبلله

0
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، له خپل سربي سیال الکساندر ووچیچ سره يې پرانیستې، صادقانه او ګټوره لیدنه­ درلوده.


زیلنسکي نن پر خپلې ایکس شبکې يا پخوانۍ ټویټر دا خبره کړې او زیاته کړې: "د ملګرو ملتونو منشور د درناوي، د پولو د ساتنې او زموږ د ملتونو د راتلونکې په اړه په ګډ اروپايي کور کې ښې خبرې وشوې."


د اوکراین ولسمشر په خپلو خبرو کې د دوه ارخیزو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه وباله.


سربیا د مسکو پخوانی متحد او د لودېدیځ له هغو بندیزونو سره چې پر روسیې يې لګولي دي خپل مخالفت څرګند کړی دی.


دا بندیزونه پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل په ځواب کې لګول شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса