Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

متقي: د پاکستان حکومت او 'ټي ټي پي' ترمنځ مو څو ځله د مذاکراتو کوربتوب کړی

0
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي چې دوی د پاکستان حکومت او 'ټي ټي پي' ترمنځ د دوی په خوښه د څو ځلي مذاکراتو کوربتوب کړی.


متقي د سې شنبې په ورځ په کابل کې ملت د حساب ورکونې په نوم په یوې غونډه وویل چې دوی په دې برخه کې یوازې له ښېکلو خواو سره د خبرو زمینه سازي کړې ده.


د هغه په وینا، سره له دې چې په دې خبرو کې پر مختګونه هم شوي وو، خو په پاکستان وروستي سیاسي تحولاتو د دغو خبرو بهیر ودراوه.


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له دې وړاندې پاکستان حکومت په ځلونو په افغانستان کې طالبان د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' سره په ژورو اړیکو تورن کړي.


د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د روانې میلادي میاشتې په ۹مه د خیبر پښتونخوا په بالاحصار کې یوې غونډې ته ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې ده.


نوموړې هغه مهال ادعا وکړه چې په پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې افغانان ښکېل دي او وې ویل چې په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو ښکېلتیا د سیمې ثبات ته زیان رسوي.


له نوموړي مخکې یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هم ورته څرګندونې کړې وې چې طالبانو بیا رد کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса