Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

طالبانو په کابل هوايي ډګر کې یو ایرانی عکاس او ویب لیکونکی نیولی

0
طالبانو په کابل کې د ایران د نیمه دولتي تسنیم خبري اژانس عکاس او ویب لیکونکی نیولی دی.


دې خبري اژانس نن پر ټویتر لیکلي، محمد حسین ولایتي د شنبې په ورځ د کابل له هوايي ډګره نیول شوی دی.


د تسنیم خبري اژانس په خبره، ولایتي په قانوني ډول افغانستان ته تللی و او د نیول کېدو په اړه ورسره طالبانو هېڅ ډول جزییات نه دي شریک کړي.


تر اوسه طالبانو هم د ولایتي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.


په افغانستان کې د طالبانو له خوا د یوه ایراني عکاس نیول په داسې حال کې دي چې همدا مهال د افغان اصله فرانسوي خبریالان مرتضي بهبودي په ګډون یو شمېر نور خبریالان له طالبانو سره په بند کې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса