Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

یوناما: په دوو کلونو کې د جمهوريت څه باندې ۲۰۰ چارواکي او امنیتي ځواکونه وژل شوي

0
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندیه ماموریت یا یوناما وايي، په تېرو دوو کلونو کې د تېر جمهوري نظام څه باندې دوه سوه چارواکي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.


یوناما ویلي، داسې معتبر راپورنه يې ثبت کړي چې ښيي طالب چارواکو د تېر جمهوري نظام د سلګونو پخوانیو چارواکو او وسله‌والو ځواکونو پر وړاندې له بشري حقونو جدي سرغړونې کړي دي.


دا راپور چې نن یوناما خپور کړی، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنې لاندې يې د تېر جمهوري نظام د چارواکو او وسله‌والو ځواکونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو تر اته سوه ډېرې پېښې ثبت کړي چې په دې کې د غیر قضايي وژنو، په خپل سر نیول، توقیف، شکنجې، ناوړه چلند او د جبري ورکېدو پېښې مستند شوي دي.


په راپور کې راغلي، دا سرغړونې په داسې حال کې دي چې طالبانو د تېر حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو او نورو چارواکو ته د عمومي بخښنې اعلان کړی دی.


طالبانو تر اوسه د یوناما د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса