Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2023

طالبانو د بشري سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

0
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو راپور حقیقت نه لري او د دوی حکومت عمومي عفوه په ټولنیزه توګه عملي کړی ده.


ښاغلي مجاهد نن دا خبره پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر کړی ده.


مجاهد زیاته کړې، چې د انتقام اخیستنې ځینې شخصي او نامعلوم موارد شته او د طالبانو حکومت يې په جدي ډول پلټنه کړې ده.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت نن ویلي، داسې معتبر راپورنه يې ثبت کړي، چې ښيي طالب چارواکو د تېر جمهوري نظام د سلګونو پخوانو چارواکو او وسله والو ځواکونو له بشري حقونو جدي سرغړونې کړې دي.


دا راپور، چې نن یوناما خپور کړی، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰ مې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنې لاندې يې د تیر جمهوري نظام د چارواکو او وسله والو ځواکونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو تر اته سوه ډیرې پیښې ثبت کړې دي.


په دې کې د غیر قضايي وژنو، په خپل سر نیول او توقیف، شکنجې او ناوړه چلند او د جبري ورکیدو پیښې مستندې شوې دي.


په راپور کې راغلي، دا سرغړونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو د تېر حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو او نورو چارواکو ته د عمومي بښنې اعلان کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса