Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2023

د زندانیانو تبادله؛ ایران د خوشې کېدونکو پنځو زندانیانو نومونه په ډاګه کړل

0
ایراني چارواکو د خپلو هغو وګړو نومونه ښودلي چې په امریکا کې بندیان دي او تمه ده چې له امریکا سره د زندانیانو د تبادلې د معاملې په ترڅ کې خوشې شي.


د راپورونو له مخې د دې معامله پر طرحې تېره میاشت موافقه شوې ده.


په پنځو ایراني وګړو کې مهرداد انصاري، رضا سرهنګپور کفراني او کامبیز عطاکاشاني ایران ته د هغې ټکنالوژۍ د لېږد په تور بندیان دي چې امریکا بندیز پرې لګولی و او دوه نور کاوه لطف الله افراسیابي او امین حسن زاده په ترتیب سره لومړی په دې خاطر چې د یوه بهرني اجنټ په توګه یې ځان نه و، ثبت کړی نیول شوی او دوهم تن یې د ایران لپاره د انجنیرۍ د یوه پلان په غلا تورن دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د دې ایرانیانو لېست نه دی تایید کړی، خو پرون یې ومنله چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د امریکا له بندیزونو د ایران د شپږ میلیارد ډالره شتمنۍ د معافیت سند لاسلیک کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса