Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2023

امریکا په افغانستان کې داعش خراسان څانګې ته اندېښنه څرګنده کړه

0
د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې داعش خراسان څانګې ته اندېښنه څرګنده کړه.


ټام وېسټ پرون په واشنګټن ډي سي کې د سټیسمن په څېړنیز مرکز کې وویل چې د امریکا د متحد ایالتونو اصلي هدف دا دی چې افغانستان یوځل بیا د هغو ډلو په پټنځای بدل نه شي چې پر متحد ایالتونو او متحدینو یې د برید نیت لري.


وېسټ زیاته کړه چې سږکال په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې پر ضد د طالبانو مبارزه بریالۍ وه او د داعش لږ تر لږه اته هغه مهم غړي یې وژلي چې په نورو هېوادونو کې یې د بریدونو په پلانونو کار کاوه.


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ورته وخت کې د پاکستان تحریک طالبان یا 'ټي ټي پي' ډلې ته اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا سیمې ته تر ټولو خطرناکه ډله ده او په ځانګړي ډول یې په پاکستان کې بریدونو زور اخیستی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса