Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2023

کرکټ؛ افغانستان د راتلونکي نړیوال جام لپاره ملي لوبډله اعلان کړه

0
د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.


د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې جام کې به حشمت‌الله شهیدي د افغانستان لوبډلمشر وي.


په اعلان شوې لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، رحمن‌الله ګربز، رحمت شاه، ریاض حسن، نجیب‌الله ځدراڼ، محمدنبي، اکرام علي‌خېل، عظمت‌الله عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوراحمد، مجیب‌الرحمن، فضل حق‌فاروقي او نوین‌الحق شامل شوي دي.


دغه راز ګلبدین‌ نایب، شرف‌الدین اشرف او فریداحمد ملک په احتياطي لوبغاړو کې اخیستل شوي دي.


افغانستان به په راتلونکي نړیوال جام کې خپله لومړۍ سيالي د اکټوبر په ۷مه نېټه د بنګله‌دېش پر وړاندې ترسره کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса