Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2023

دوحه کې د امریکايي او طالب پلاويو غونډه؛ ډیکر: له نشه‌يي توکو سره مبارزه کې د افغان ښځو رول مهم دی

0
د امريکا د سفارت شارژدافېره وايي چې پرون يې په دوحه کې د طالبانو له یوه پلاوي سره د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې.


کرن ډیکر په ایکس شبکه کې په دې اړه په یوه بیان کې زیاته کړې زیاته کړه چې په دې کتنه کې دواړو لورو د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، د روږدو کسانو د درملنې او د بدیل معیشت په اړه بحث کړی دی.


اغلې ډیکر له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ښځو رول مهم بللی او ویلي یې دي چې دا چاره له ښځو پرته نه شي بریالۍ کېدای.


تر دې مخکې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې وویل چې له افغانستان څخه د مخدره موادو قاچاق په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.


رحمان وايي، د هېواد سرحدي ځواکونو يې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پوله له لسو ټنو ډېر نشه‌يي توکي نیولي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса