Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2023

پاکستان له افغانستان او ازبکستان سره د اورګاډي پټلۍ پر جوړولو ټینګار کړی

0
د پاکستان سرپرست صدارعظم انورالحق کاکړ له افغانستان او ازبکستان سره د اورګاډي د پټلۍ جوړولو د چارو پر بشپړولو ټینګار کړی دی.


نوموړي د سپټمبر پر ۲۰مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیاییف سره پر دې موضوع خبرې کړي دي.


د کاکړ دفتر په بیان کې ویلي چې هغه د افغانستان له لارې د پاکستان او مرکزي اسیايي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتولو په هدف پر وخت د پټلۍ پر جوړولو ټینګار وکړ.


پاکستان، ازبکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۳م کال په جولای کې د سوداګرۍ لپاره د پټلۍ جوړولو د چارو پیلولو موافقه لاسلیک کړه.


په اسلام اباد کې د شوې هوکړې له مخې، دغه ۷۶۰ کېلومیټره اوږده پټلۍ به د پاکستان د کراچۍ بندر له ازبکستان سره ونښلوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса