Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د امریکا استازو جرګې اوکراین سره د لګښتونو لنډ مهاله لایحه تصویب کړه

0
د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د لګښتونو یوه لنډمهاله لایحه تصویب کړه، چې د امریکا د حکومت ادارې د ۴۵ ورځو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړل شي.


له دې سره له اوکراین سره د امریکا د متحدو ایالتونو د نوي ملاتړ مخه ډب کېږي او د امریکا د حکومت ځینې برخې له تړل کېدو ساتل کېږي.


د ډیموکرات او جمهوریپال ګوندونو غړو په ګډه پرون ناوخته د دې لایحې ملاتړ وکړ او تر نیمې شپې مخکې د توشېح لپاره ولسمشر جو بایډن ته ولېږل شوه.


د استازو جرګې دا کار یوازې څو ساعته وړاندې تر دې وکړ، چې ټاکل شوې وه د بودجې نه منظورېدو له کبله د فډرال حکومت ځینې برخې وتړل شي او په میلیونونو مامورین او نظامي پرسونل یا وزګاره شي، یا هم له معاش پرته کار وکړي.


د استازو په جرګه کې د جمهوریپال ګوند د غړو ترمنځ د اوکراین د نور ملاتړ مخالفت په زیاتېدو دی.


د کانګرس مشرانو ژمنه کړې، چې پر دې موضوع به په راروانو اوونیو کې بیا سره جرګه کېږي.


ولسمشر بایډن د اوکراین لپاره د ۲۴ ملیارد ډالرو په ارزښت د نورې مالي مرستې غوښتنه کړې ده.


د امریکا د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۲م کال له فبروري میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی، اوکراین ته د ۱۳۳ ملیارد ډالرو په ارزښت تسلیحاتي او بشري مرسته لېږلې ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса