Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

پاکستان: د پنجاب د پولیسو پر یوه ماموریت برید کې یو پولیس وژل شوی او ۳ ټپیان دي

0
پاکستاني چارواکي وايي، پاکستاني طالبانو نن سهار په پنجاب ایالت کې د پولیسو پر یوه ماموریت په حمله کې یو پولیس افسر وژلی او درې نور ټپیان کړي دي.


د دوی په وینا، د سختو ډزو په نتیجه کې دوه تنه حمله کوونکي هم وژل شوي دي.


د تروریزم ضد پولیسو ویاند عمران نواز ویلي، په میانوالي ولسوالۍ کې د ډزو تر تبادلې وروسته سیمې ته اضافي ځواکونه ورسېدل او د پولیسو دغه تر ټولو لوی ماموریت یې کلابند کړ. 


نواز وايي، تېره نیمه شپه په عیسی خېلو سیمه کې پر دې ماموریت له لسو نیولې تر دوولسو پورې حمله کوونکو حمله وکړه.


د ده په وینا، یو حمله کوونکی په ټپي حالت کې تښتېدلی او د دوی د موندلو عملیات روان دي.


د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د دې حملې مسوولیت منلی دی.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса