Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

هند کې افغان سفارت: د هند د نه همکارۍ له امله مو فعالیتونه ودرول

0
د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت سر له نن څخه د خپلو ورځنیو فعالیتونو د بندولو د پرېکړې خبر ورکړی دی.


دغه سفارت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه یې خپره کړې ویلي، په داسې حال کې چې دا پرېکړه د ډېر خپګان وړ ده، خو د افغانستان او هند ترمنځ تاریخي اړیکو او اوږدمهاله ملګرتیا ته په پام کې نیولو سره تر غور وروسته شوې ده.


په اعلامیه کې ځینو ټکو ته هم اشاره شوې، چې د سفارت د بندېدو اصلي دلایل ګڼل شوي، یو یو د کوربه هېواد د ملاتړ نشتوالی، بل له دې سفارت نه تر حد زیات توقعات او بل هم د پرسونل او سرچینو کموالی.


په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ویلي، د سفارت ټول ملکیتونه او تاسیسات به د کوربه هېواد محافظتي واک ته سپارل کېږي.


سفارت د ډیپلوماتیکو کارکوونکو ترمنځ د داخلي شخړې او اختلاف اوازې رد کړې دي.


تېره جمعه د هند رسنیو د حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې په هند کې د افغانستان د سفارت ټول فعالیتونه وروسته له هغې وځنډول شول، چې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی او نور عالي رتبه ډیپلوماتان اروپا یا هم د امریکا متحدو ایالتونو ته د پناه اخیستو لپاره له هنده ووتل.


د هند په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса