Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

تازه خبر: ترکیه کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړوله

0
 د ترکیې یو لوړ پوړی چارواکی وايي یوه ځانمرګي بریدګر په پلازمېنه انقره کې خپله منفجره وسیله چاودلې او دوه پولیس افسران یې ټپیان کړي دي.


د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په خپله اېکس شبکه کې لیکلي دي، دغه چاودنه نن پر ځايي د سهار نهه نیمې بجې د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ دباندې شوې ده. 


یرلیکایا ویلي، چې دویم «تروریست»  له پولیسو سره د ډزو په نتیجه کې وژل شوی دی.


دا حمله څو ساعته مخکې تر دې وشوه، چې په پام کې وه د ترکیې پارلمان د اوړي تر رخصتۍ وروسته خپل کارونه بیا پیل کړي.


د حمله کوونکو د هویت په باب څه نه دي ویل شوي، خو تر دې مخکې د داعش ډلې تر څنګ کردانو او افراطي ښۍ اړخو ډلو په ترکیه کې دا ډول حملې کړې دي.  


دا حمله څو ساعته مخکې تر دې وشوه، چې په پام کې وه د ترکیې پارلمان د اوړي تر رخصتۍ وروسته خپل کارونه بیا پیل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса