Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

الکوزی: په ټرانزیټي تړون کې مو د پاکستان نور بدلونونه رد کړل

0
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د اسلام اباد له لوري افغانستان ته پر واردېدونکو مالونو نوی فیس او په ټرانزېټي تړون کې نور بدلونونه رد کړي دي.


د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ شريکې خونې ګډ مشر خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وويل، چې د ۲۰۱۰ز کال د تړون له مخې افغان سوداګر له نورو هېوادونو څخه اخیستي مالونه د پاکستان د بندرونو له لارې خپل هېواد ته لېږدولی شي.


د ده په خبره، د پاکستان له خوا نوي بدلونونه د منلو نه دي ځکه چې دواړو غاړو ته یې سخت تاوان رسي.


اسلام اباد د اکتوبر پر درېیمه، له افغانستان سره په ټرانزېټ تجارت تړون (اپټا) کې بدلون وکړ او د افغان سوداګرو له خوا یې پر واردوونکو مالونو د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.


د پاکستان ګمرک ادارې په بیان کې ویلي، چې تر دې وروسته به په کراچۍ کې افغانستان ته تلونکي ګاډي د کاغذونو تاييدولو او نورو چارو لپاره د مالونو پر سر ۱۰ فیصده فیس ورکوي.


پخوا دا پیسې نه اخیستل کېدلې.


پاکستان داراز له افغان سوداګرو څخه د نغدو پیسو د بیمې پر ځای د بانک بیمې شرط هم ایښوول شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса