Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د پاکستان پوځ: چمن کې د طالبانو په ډزو پرون ۲ پاکستانیان وژل شوي او یو ماشوم ټپي دی

0
د پاکستان پوځ وايي چې د چمن دروازې په پرونۍ پېښه کې دوه پاکستانیان وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.


د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی خواکونو له زغمه کار اخیستی خو له طالب چارواکو یې غوښتي چې د ډزو عاملان ونیسي او دوی ته یې وسپاري.


په همدې حال کې د چمن د هغې غاړې یوشمېر اوسیدونکو پر ټولنیزو رسنیو ویلي، چې د طالبانو د پوله ساتو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او د پاکستان د یوه سرتیري په ګډون دوه تنه ټپیان دي.


تیره میاشت په تورخم بندر کې د طالبانو او پاکستاني لوري د ډزو د تبادلې له کبله شاوخوا یوه اونۍ دغه لاره بنده وه چې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ خونې په وینا سوداګرو ته یې درې میلیونه ډالره زیان واړوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса