Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه؛ مجاهد: دا غیر عادلانه پرېکړه غندو

0
د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غیر عادلانه بولي.


مجاهد نن په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له ملګرو ملتونو، د پاکستان له ولس او دیني علماوو غوښتنه وکړه چې پاکستاني دولت له خپلې پرېکړې راوګرځوي.


هغه زیاته کړه: "پاکستان حکومت چې د افغانانو په هکله کومه پرېکړه کړې ده چې کډوال به د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه وځي، دا پرېکړه مونږ غندو، دا پرېکړه غیر عادلانه او بې انصافه پرېکړه ده."


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د تېرې سه شنبې په ورځ په دغه هېواد کې غیر قانوني افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې يا اته ویشت ورځې مهلت ورکړ چې ووځي که نه په زوره به یې ستانه کړي.


پاکستاني چارواکو د دغو ناقانونه افغان کډوالو شمېر څه باندې ۱۷ لکه یاد کړی دی.


د بخښنې نړیوال سازمان او ګڼور نورو بشري سازمانونو هم د پاکستان د حکومت دا پرېکړه نامناسبه بللې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса