Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د اروپا پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په کچې اندېښنه ښودلې

0
د اروپا پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په کچې اندېښنه ښودلې او د ملګرو ملتونو په مشرۍ یې د ځواب ورکونې د یوې تګلارې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.


دغه پارلمان د اروپایي ټولنې چې ۲۷ غړي هېوادونه په کې دي، یو له مهمو ارګانونو څخه دی.



د اروپا پارلمان په دې اړه خپل پرېکړه لیک کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته بشري حقونه په دوامداره توګه نقض شوي دي.


پرېکړه لیک کې زیاته شوې چې د طالبانو د بښنې له فرمان سره سره د پخواني جمهوري نظام مسوولان او امنیتي ځواکونه ځورول شوي او د ښځو او نجونو حقونه ځپل شوي دي.


طالبانو لا د دغه راپور په اړه تبصره نه ده کړې، خو مخکې تر دې یې د بشري حقونو د نقض په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ راپورونه رد کړي دي.


طالبانو واک ته له رسېدو وروسته نجونې تر شپږم ټولګي پورته زده کړو نه منع کړي او د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون یې نړیوالو او کورنیو موسسو کې د ښځو د کار مخه نیولې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса