Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د اروپا پارلمان د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه وغندل

0
د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان، چیچنیا او مصر کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه درې پرېکړه لیکونه تصویب کړل.


د اروپا د پارلمان غړي وايي چې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د غندلو دي او سمدستي باید لرې شي.


دوی ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه باید د بشري حقونو د مدافعینو لپاره د ځانګړې مرستې او محافظت پروګرامونو تمویل او له افغان مدني ټولنې خپل ملاتړ ګړندی کړي.


د اروپا د پارلمان غړې اېوېن اینسر وویل چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ یو هیئت باید د دغو محدودیتونو او راپور شویو تاوتریخوالو پوښتنه وکړي.


د اروپا د پارلمان غړې اېوېن اینسر وویل: "څه باندې دوه کاله کېږي چې افغانان ظلمونه او کړاوونه ګالي په تېره بیا ښځې او نجونې، سیاسي مخالفان او هر هغه څوک چې جرئت وکړي د ډیمکراسي، د قانون واکمني او یا بشري حقونه یاد کړي. هلته په ښکاره د ښځو په وړاندې جنسیتي تبعیض روان دی. موږ د ایران د ښځو لپاره غږ پورته کړ خو په کار ده چې د افغان مېرمنو لپاره هم هماغه د ښځې، ژوند او ازادۍ شعار پورته کړو."


د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر زیاتېدونکو محدودیتونو سربېره چې لویه بېلګه یې له تعلیم او کاره د هغوی منع کول دي همداراز په ټوله کې د افغانانو د بیان ازادي، خوندیتوب او نورو بشري حقونو په اړه بحثونه وشول.


د اروپا د پارلمان غړی شان کیلي وايي: "مونږ د افغانانو د خوندیتوب په اړه سخت اندېښمن یوو. طالبانو بې له شکه چې د بشري حقونو سختې سرغړونې کړي. پر خبریالانو، پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو او مدني فعالانو یې زور زیاتی کړی. وهلي ټکولي یې دي. په عام محضر کې یې د خلکو د دُرې وهلو سزاوې هم تطبیق کړي."


شان کیلي د ملګرو ملتونو له‌خوا د ۸۰۰ هغو قضیو یادونه وکړه چې د طالبانو په واکمني کې ثبت شوي او پکې د صحرايي وژنو، په زور تري تم کولو، بندیانولو او ګڼو نورو سرغړونو یادونې شوي دي.


طالبانو لا د اروپايي پارلمان له‌خوا د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د پرېکړه لیک په تړاو څه تبصره نه ده کړې.


دوی مخکې ټول هغه راپورونه او څرګندونې رد کړې وې چې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو یادوونې په‌کې شوې وې.


طالبان وايي چې نړۍ باید د امنیت، اړیکو او د اقتصادي پرمختګونو په څېر د دوی لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي.


طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل.


دوی د نړۍ له فشار سره سره په پراخه کچه د ښځو د کار او تعلیم مخه نیولې ده.


نړیوالې ټولنې په تېره لویدیځو هېوادونو د همدغو محدودیتونو په خاطر له طالبانو سره مرستې او همکارۍ تر ډېره بندې کړي او یواځې په لږه اندازه بشري مرستې د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته رسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса