Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

کرزی: له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل نامناسب او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف دی

0
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان دا کار نامناسب او د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف بللی دی.


کرزي د جمعې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، هیله لري چې پاکستان به په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.


هغه زیاته کړې، په پاکستان کې د افغان کډوالو شتون هغه هېواد ته اقتصادي او ټولنیزې ګټې رسولي دي او د ده په وینا، د پاکستان اوسنۍ ستونزې له افغانستان او افغان کډوالو سره هېڅ تړاو نه لري.


د پاکستان حکومت روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د اکټوبر تر پایه باید څه باندې یو میلیون او اوه سوه زره ناقانونه افغان کډوال له پاکستانه ووځي.


د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي د اکټوبر په درېیمه ویلي وو چې که غیرقانوني کډوال له پاکستانه ونه وځي، د هغوی جایدادونه به ضبط کړي.


د هغه په وينا، افغانان په پاکستان کې په ۱۴ ترهګريزو بريدونو کې لاس لري، خو د طالبانو حکومت دغه ادعا رد کړې ده.


د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو خلاف ده.


بل‌خوا د بخښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت باید افغان کډوال ونه باسي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса