Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

احمد وحیدي: غیرقانوني افغان کډوال باید په ایران کې ونه اوسېږي

0
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، غیرقانوني افغان کډوال باید په ایران کې ونه اوسېږي.


د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور پر بنسټ وحیدي دا خبره د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته کړې ده.


هغه زیاته کړې، هغه کډوال چې په قانوني ډول اوسېږي هغوي باید په یوه تعریف شوي چارچوب کې فعالیت وکړي.


وحیدي ویلي، په ایران کې د کډوالو پر تنظیم کار کوي.


د وحیدي له څرګندونو وړاندې، د پاکستان حکومت اعلان کړی چې څه باندې یو میلیون او اووه سوه زره غیرقانوني افغان کډوال باید د نومبر تر لومړۍ نېټې له دې هېواده ووځي.


د نیمروز ولایت سیمه‌ییز چارواکو ازادي راډيو ته ویلي، په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې سل زره افغان کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.


د ایران حکومت په وروستیو کې اعلان کړی چې شاوخوا هغه ۵ میلیونه افغانان چې په دې هېواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، له ایران څخه وباسي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса