Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د ایران پولیس: د افغان کډوالو پر کور د برید په تړاو مو ۱۹ کسان نیولي

0
ایراني پولیس وايي، په اقبالیه ښار کې یې د افغان کډوالو پر کور د برید په تړاو ۱۹ تنه نیولي دي. 


ایرنا خبري اژانس د دې ښار د پولیسو د مشر سردارعلي ابراهیمي له قوله لیکي، دا کسان قضايي ارګانونو ته معرفي شوي. 


پرون په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې، چې په کې لیدل کېږي د ایران په اقبالیه ښار کې یو شمېر کسان د افغان کډوالو په کورونو برید کوي. 


د اقبالیه د پولیسو مشر دا ډول کړنې خپل‌‌سري او د عمومي افکارو ځپل بللي او زیاته کړې یې ده، اجازه به ور نه کړي چې څوک امنیت خراب کړي. 


له دې وړاندې د پنج‌شنبې په ورځ د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي وو، غیرقانوني افغان کډوال باید په ایران کې و نه اوسېږي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса