Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د افغانستان په لویدیځ کې زلزله شوې ده

0
د امریکا د جیولوجي سروې ادارې اعلان وکړ، چې د افغانستان په لویدیځ کې نن د ورځې د یولسو بجو خواته د شپږ اعشاریه دوه ریښتر په کچه زلزله وشوه. 


په راپور کې راغلي دي، چې له لومړۍ زورورې زلزلې وروسته د پنځه اعشاریه پنځه ریښتر په کچه نور ټکانونه احساس شول. 


د فرانس پریس اژانس د خبر له مخې، دا زلزله د هرات له ښاره څلویښت کیلومتره  لرې شمال لویدیځ لور ته وشوه. 


په دې ترڅ کې په هرات کې د سرې میاشتې یوه استازي عزیز احمد متین خبریالانو ته وویل، چې څلور ځله زلزله وشوه.


نوموړي زیاته کړه چې د نورو اطلاعاتو د ترلاسه کولو په لټه کې دی. 


تر اوسه د دې پیښې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی. 


پروسږکال په پکتیکا او خوست کې د جون په میاشت کې د زلزلې له امله تر زرو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса