Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د اسراییلو پوځ: پر غزې مو د حماس له توغندویي بریدونو وروسته بمباري پیل کړې

0
د اسراییل پوځ نن وویل چې په غزه کې یې د حماس ډلې پرضد وروسته تر دې بمباري پیل کړه، چې دې ډلې د اسراییل په لور توغندي وویشتل. 


حماس نن سهار په لسګونو توغندي د اسراییل په لور وویشتل، چې د بیت المقدس او تل ابیب په ګډون په اسراییل کې د خطر زنګونه ووهل شول. 


د اسراییل د پوځ یوه ویاند وویل، چې په تل ابیب کې پر یوه کور توغندی لګیدلی دی، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. 


د اسراییل په جنوب کې د یوې اویا کلنې ښځې د وژل کیدو خبر ورکړل شوی او په دې سیمه کې چارواکو له خلکو غوښتې دي، چې د خوندیتوب لپاره په خپلو کورونو کې پاتې شي. 


حماس په یوه بیان کې ویلي دي، چې تر پنځه زره ډير توغندي یې ویشتلي دي. 


د راپورونو له مخې، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تل ابیب ته تللی دی، چې له امنیتي چارواکو سره بیړنۍ غونډه وکړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса