Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

هرات : د نننۍ زلزلې د مړو احتمالي شمېر تر سلو تنو رسیدلی

0
د هرات لپاره د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې د نن سهار د زلزلې له امله په دغه ولایت کې د مړو احتمالي شمېر تر سلو تنو رسیدلی او تر ۵ سوو زیات نور ټپیان دي.


د هرات ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو رئیس موسی عشقري وویل، چې د دغې زلزلې له امله تر اوسه ۱۲ کلي ویجاړ شوي او تر ۶۰۰ پورې کسان ټپیان دي.


هغه مخکې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۳۰ تنو زیات ښودلی و، خو اوس وایي دا شمېر په زیاتیدو دی.


د هرات لپاره د طالبانو د والي ویاند نثار احمد الیاس ویلي، چې په نننۍ زلزله کې ممکن تر سلو پورې کسان مړه شوي وي.


د هغه په وینا، د دې زلزلې تر ۵۰۰ زیات ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او ځینې لا په ویجاړ شویو سیمو کې ایسار پاتې دي.


د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې اعلان کړی چې د ریشتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د افغانستان لویدیځ ولړزاوه.


د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې ویلي، داسې معلومات لري چې یو شمېر خلک لا هم تر خاورو لاندې اېسار پاتې دي.


د امریکا د جیولوجي سروې ادارې په وینا، دا زلزله نن د ورځې د یولسو بجو خواته وشوه چې شدت یې شپږ اعشاریه دوه ریښتر ته رسیده.


په راپور کې راغلي دي، چې له لومړۍ زورورې زلزلې وروسته د پنځه اعشاریه پنځه ریښتر په کچه نور ټکانونه احساس شول.


پروسږکال په پکتیکا او خوست کې د جون په میاشت کې د زلزلې له امله تر زرو ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса