Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

اوکرایني چارواکي: خرسون کې د روسیې برید د یوې ښځې او ۹ میاشتني ماشوم په ګډون تر ۱۰ زیات کسان ټپیان کړي

0
د اوکراین د جنوبي سیمې خرسون والي نن ویلي، د روسیې په تازه حمله کې د یوې ۲۷ کلنې ښځې او ۹ میاشتني ماشوم په ګدون تر لسو زیات کسان ټپیان شوي دي.


د رویټرز اژانس د راپور له مخې، اولیکساندر پروکودین نن په ټلګرام کې لیکلي، چې خرسون سیمې یوه بله بده شپه تجربه کړه.


ده لیکلي یوه ښځه او د هغې نوزېږی ماشوم د برسېرنو ټپونو له کبله بستر شوي او د سره صلیب یو ۳۳ کلن روغتیايي کارکوونکی هم په ټپیانو کې شامل دی.


چارواکي وايي ګڼ کورونه او د ګازو یوه نللیکه هم په دې حمله کې زیانمن شوي دي.


د خرسون چارواکي وايي روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دې سیمه ۵۹ حملې کړې دي.


رویټرز اژانس لیکلي، چې دغه راپورونه په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.


روسیې هم پر دې موضوع تبصره نه ده کړې. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса