Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

اسراییلي ځواکونو نن حماس ډلې سره وسله واله شخړه کړې

0
اسراییلي ځواکونو نن یکشنبه د فلسطینیانو له افراطي ډلې حماس له جنګیالي سره وسلواله شخړه وکړه.


دا شخړه داسې وخت کېږي چې تر دې ۲۴ ساعته مخکې د حماس افراطي وسلوالو ناببره پر اسراییل حمله وکړه، چې په نتیجه کې یې شا و خوا ۵۰۰ کسان ووژل شول او دا په تېرو ۵۰ کلونو کې د اسرایل لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې ده.


بلخوا: د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکو نن یکشنبه ویلي چې له پرون راهیسې پر غزه د اسرائیل په ځوابي حملو کې د شلو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۱۳ کسان وژل شوي دي.


د رویټرز اژانس په حواله، دغه وزارت ویلي، چې نږدې ۲۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.


د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییل په ډزو د یوه ماشوم په ګډون څو تنه نور په لوېدیځه غاړه کې وژل شوي دي.


په همدې حال کې د اسراییل پوځي چارواکي وايي په سلګونو تروریستان وژل شوي او په لسګونو نور نیول شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса