Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

طالبانو د تبسیم راډیو نشرات بیا بند کړي او ۳ کارکوونکي یې بندیان کړي

0
 د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره يا نی وايي، چې طالبانو پرون شنبه په دايکنډي کې یو وار بیا د نيسم راډيو مسوول سلطان علي جوادي او دوه نور خبریالان سيف الله رضايي او مجتبی قاسمي نيولي دي.


نی په یوه اعلامیه کې ويلي، دغه درې کسان د تلې یا میزان پر ۵مه د نسیم راډیو پر دفتر د چاپې اچولو او د دې راډیو د خپرونو بندولو پر مهال هم د طالبانو د استخباراتو له خوا د څو ساعتونو لپاره نیول شوي وو.


په اعلامیه کې راغلي، چې د دې محلي راډیو د درېیو کارکووکو د بیانیولو او د راډیو د خپرونو بندولو دلیل روښانه نه دی. طالبانو په دې باب څه نه دي ویلي.


پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د رسنیو په لسګونو کارکوونکي او فعالان نیول شوي دي.


افغان الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي او د تعلیم فعال مطیع اله ویسا، دغه راز لیکوال او د پوهنتون استاد رسول پارسي، د ښځو د حقونو فعالانې ندا پرواني، ژولیا پارسي او ځینې نور فعالان لا هم د طالبانو په توقیف کې دي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса