Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

بدخشان: ترافیکي پېښه کې یو تن مړ او ۹ ټپیان شول

0
په بدخشان ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې په نتیجه کې د یوه تن د مړینې او نهو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.


د بدخشان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند احسان اله کامګار نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، تېر ماښام د ارګو ولسوالۍ په شم قارچي سیمه کې یو مازدا ډوله موټر له سړک تر اوښتو وروسته چپه شوی، په پېښه کې یو تن مړ او ۹ نور ټپیان شوي دي.


د کامګار په وینا ټپیان د درملنې لپاره د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.


د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي اصولو نه رعایت د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса