Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د طالبانو حکومت: د هرات زلزلې ۲۰۵۳ تنه مړه او ۱۲۴۰ نور ټپیان کړي

0
د طالبانو حکومت وايي، په هرات کې د پرونۍ زلزلې له امله تر اوسه په ۱۳ کلیو کې ۲۰۵۳ تنه مړه شوي او نږدې ۱۲۴۰ نور ټپيان دي. 


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌‌اله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په پرونۍ زلزله کې۱۳۲۰ کورونه هم نړیدلي. 


تر دې مخکې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د دولت د وزارت ویاند  ملا جانان سایق رویټرز اژانس ته ویلي وو، په دې زلزله کې تر ۹۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي. 


د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه چارواکي عبدالوحید ریان د جرمني خبري اژانس ته ویلي، د ټپیانو شمېر خورا زیات دی. 


د طالبانو د حکومت ویاند سیمې ته د ژغورنې د ۱۰ ټیمونو د لېږلو ادعا کړې او  زیاتوي، د څښاک اوبه، خوراک، درمل او د البسې په ګډون نور اړین توکي هلته استول شوي دي.


 د امریکا د جیولوژۍ د سروې د ادارې د اټکل له مخې، د رېښتر په مقیاس ۶،۳ درجې زلزلې تر ډېره د افانستان لوېدیځ ولړزاوه او څو وروسته یې هم څو ټکانونه احساس شوي دي. 


راپورونه وايي چې د زلزلې مرکز د هرات په شمال لوېدیځ کې و.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса