Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د طالبانو حکومت: د هرات زلزلې تر ۲ زرو زیات کسان مړه او زرګونه نور یې ټپیان کړي

0
د طالبانو حکومت وايي، په هرات کې د پرونۍ زلزلې له کبله څه باندې دوه زره کسان مړه او په زرګونه نور ټپیان دي.


طبیعي پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت د وزارت ویاند، ملا جانان نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، تراوسه په دې زلزله کې ۲۴۴۰ تنه مړه او ۲۴۴۵ نور ټپیان شوي دي.


د ملا جانان په خبره، دې زلزلې ۱۹۸۳کورونه هم ویجاړ کړی دی.


ښاغلی جانان ازادي راډیو سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې سیمه ته د مرستې رسونې ټیمونه رسیدلي، خو د دې احتمال شته چې د مړو شویو او ټپیان شمیر لوړ شي.


له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد سیمې ته د ژغورنې د ۱۰ ټیمونو د لېږلو ادعا کړې وه او ویلي و، د څښاک اوبه، خوراک، درمل او د کالیو په ګډون نور اړین توکي هلته استول شوي دي.


د امریکا د جیولوژۍ د سروې د ادارې د اټکل له مخې، د رېښتر په مقیاس ۶،۳ درجې زلزلې تر ډېره د افغانستان لوېدیځ ولړزاوه او وروسته یې څو ټکانونه احساس شوي دي.


راپورونه وايي، چې د زلزلې مرکز د هرات په شمال لوېدیځ کې و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса