اوکرايني چارواکي: د روسیې ۲۶ ايراني بې پيلوټه الوتکې مو ويشتي
کییف وايي په داسې حال کې چې د اوکراین پوځ د ختیځ په ځینو سیمو کې د روسیې ګڼ حملې په شا تمبولي د روسیې پوځ د ځوابي اقدام په ترڅ کې د دې هېواد پر جنوبي سیمو حملو ته دوام ورکړی.
اوکرایني چارواکو په خپل بیان کې ویلي دي چې د دې هېواد د هوايي مدافعې ځواکونو د روسیې ۲۶ ایراني ډرونونونه هم ویشتلي او ویجاړ کړي دي.
