Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

پېښور کې د محصلانو لاریون؛ د افغان کډوالو د ویستو مخالفت یې وکړ

0
 


د پاکستان د پلازمېنې د پرمختیا ادارې په اسلام اباد کې د یوشمېر افغانانوکورونه وران کړي.


 دا کورونه د ساینس او ټېکنالوژۍ له ملي ودانۍ سره نژدې د اسلام اباد په مارګله ټاون کې وو. 


د پلازمېنې د پرمختیا ادارې CDA پرون په یو بیان کې وویل، هغه کورونه او د څارویو فارمونه یې نړولي دي چې افغانان په ناقانونه توګه پکې اوسېدل.


يوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، د دې عملياتو هدف افغانان نه؛ بلکې د غصب شویو دولتي ځمکو خلاصول دي. 


دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغانانو په ګډون ټولو بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر پایه له دې هېواده د وتلو لپاره مهلت ورکړی.


 بل خوا د پېښور پوهنتون محصلانو پرون له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې پرضد مظاهره وکړه.


دا مظاهره د محصلانو ملي تحریک تنظیم کړې وه او د پېښور پوهنتون، د کرنې پوهنتون او اسلامیه کالج لسګونه محصلانو برخه پکې اخیستې وه.


د مظاهرې ګډونوالو پر حکومت غږ وکړ، چې له افغانانو سره غیرانساني چلند پای ته ورسوي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса