Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

هغه ویډیو چې د پلخمري د امام زمان په جومات کې له چاودنې وروسته ازادي راډیو ته رسېدلي

0

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې د درنې مرګ ژوبلې خبرونه رارسېدلي. سرچینو د پلخمري د مرکزي روغتون د صحي چارواکو په حواله ویلي چې له چاودنې وروسته د شاوخوا دېرشو کسانو مړي دې روغتون ته راوړل شوي دي. دې سرچینو چې نه غواړي هویت یې افشا شي آزادۍ راډیو ته وویل، چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال د شیعه ګانو په امام زمان جومات کې شوې او لسګونه نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو رویټرز خبري آژانس په بغلان کې د مولوي هاشمي په نوم د یوه طالب چارواکي له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، د چاودنې قربانیان او ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو په نورو ولایتونو کې پر شیعه ګانو د پخوانیو دې ډول حملو مسوولیت داعش ډلې منلی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса